ننګرهار پر محبس برید کې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Your browser doesn’t support HTML5
چارواکو تر اوسه پر عمومي محبس برید کې د ۲۹ کسانو وژل کېدل او لږ تر لږه ۵۰ ټپي کېدل تایید کړي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، په وژل شویو کې ولسي وګړي، سرتېري او زندانیان شامل دي. د خوږیاڼي په وینا ۸ بریدګر هم له منځه وړل شوي.
پېښې ته له څېرمه ځایه څو تصویرونه دلته کتلی شئ: