د پاکستان صدراعظم عمران خان دوو ځانګړو سلاکارانو استعفاوې وکړې.
د عمران خان حکومت وروسته تر دې د اپوزېسیون او رسنیو تر فشار لاندې راغلی دی چې د جولای په ۱۸مه د ده د ۲۰ سلاکارانو او ځانګړو مشاورینو د شتمنیو او تابعیتونو په اړه په تفصیل معلومات خپاره شول.
له دې ډلې څلورو منلې ده چې دوه تابعیته لري. په دوی کې د ټکنالوژۍ په برخه کې د صدراعظم ځانګړې سلاکاره تانیه ادریس هم شامله ده چې پرونیې استعفا وکړه.
تانیه ادریس د پاکستان او کاناډا تابعیت لري. دې په ټویټر کې لیکلي دي چې دې د ولس د لویې ګټې په خاطر استعفا ورکړې ده.
تر دې لږ وروسته د روغتیا په برخه کې د صدراعظم ځانګړي سلاکار ظفر مېرزا استعفا وکړه. ده په ټویټر کې ولیکل چې د صدراعظم د سلاکارانو په اړه د منفي خبرو او پر حکومت د انتقادونو له کبله استعفا ورکوي.