د افغانستان بهرنیو چارو وزارت وايي، سبا دوشنبه په کابل کې د افغانستان، چین، پاکستان او نيپال د بهرنیو چارو وزیران په یوه څلور اړخیزه غونډه کې په خپلو کې د همکاریو د پراختیا په اړه بحث کوي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد د دې غونډې د اهدافو په اړه په یوه وېډیويي پیغام کې وايي: "د دې څلور اړخیزې غونډې عمده هدف د کرونا ویروس پر ضد ګډه مبارزه او د اقتصادي پرمختګ، د همکاریو د پراختیا او د سیمهییز اتصال په اړه چې د حکومت د بهرني سیاست له مهمو لومړیتوبونو څخه دی، بحثونه دي."
افغانستان که له یوې خوا د نړۍ په تر ټولو ناامنه سیمه کې پروت دی، خو له بلې خوا د ډېرو هېوادونو لپاره د اقتصادي راکړې ورکړې د څلورلارې په توګه ځانګړی اهمیت لري.