امریکا کې د مدني فعال او د کانګرس غړي "جان لیویس" یاد غونډه شوې

جان لیویس

په امریکا کې د مدني حقونو د مخکښ فعال او د کانګرس د غړي جان لیویس یاد ته د درناوي لپاره د شپږ ورځنیو پروګرامونو د لړۍ لومړۍ غونډه پرون د هغه په پلرني ټاټوبي- د الاباما ایالت په تروی ښار کې جوړه شوه.

لیویس چې د اوږدو کلونو لپاره د کانګرس غړی و، د ۸۰ کلونو په عمر د پانقراس د سرطان له ناروغۍ سره تر اوږد مبارزې وروسته د جولای په ۱۷مه مړ شو.

جان لیویس په متحدایالاتو کې د مدني حقونو د مبارزې د تاریخ له هغو شپږو مخکښو فعالانو څخه و، چې په شپږو سترو رهبرانو مشهور وو.

د دې ډلې مشري یو وخت په امریکا کې د مدني حقونو او د عدم تشدد د لارې نامتو مبارز ډاکټر مارتین لوترکینګ کوله.