د پکتیا ځینې اوسېدونکي: په یو شمېر ولسوالیو کې ناامنۍ زیاتې شوي

د ګردیز ښار یوه څنډه

د پکتیا ولایت اوسېدونکي په دې وروستیو کې د دغه ولایت په مربوطاتو کې د ناامنیو له پراخېدو شکایت کوي.

د پکتیا امنیه قومندان هم وایي، د دې ولایت له ۱۴ ولسوالیو لس یې له لوړ او ۲ یې له منځني ګواښ سره مخ دي.

د هوا په تودېدو سره په پکتیا کې د جګړې ډګر هم تود شوی.

د دغه ولایت له څوارلسو ولسوالیو په دولسو کې د جګړو او نا امنیو د پراخېدو راپورونه ورکول شوي چې عام خلک یې سخت اندېښمن کړي دي.

د پکتیا د اریوب ځاځیو ولسوالۍ اوسېدونکی سیدعمر وايي: "ډېر په تکلیف یو، د ورځې هم جنګ وي، شپې هم جنګ وي، وړکي یعنې ماشومان بېدیا ته نشي وتلی، ښځو پټیو ته نشي تللی، هغه خو څه کوې ولله که حیوانات په امن کې وي."

نا امنې ولسوالۍ خو نا امنې، په دې ورځو کې د پکتیا تر ټولو له امنې ولسوالۍ مېرزکه هم د جګړو خبرونه ورکول کېږي.

د دې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي سلام زمرګل خوږمن وایي: "کوم رقم چې مناسبه وه، ولایتي ادارې او امنیتي ادارې د میرزاکه ولسوالۍ له خلکو سره له مقام سره همکاري نه ده کړې، د میرزاکه ډېری کلیو کې وسله وال راغلي، ملکي خلک یې وویشتل او اوس غواړي چې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي."

د پکتیا په اریوب ځاځیو ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو لخوا د یوې پېغلې او په ښار کې د یوه ځوان د وژنې تر څنګ د جنګ جګړو او د ماینونو چاودنو په تېرو دوو اونیو کې ۱۷ ملکي وګړي ټپیان کړي دي او خلکو ته ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.

د پکتیا امنیه قومندان سلطان داوود سلطان ازادي راډیو ته وویل، که څه هم وسله والو طالبانو په تېرو ۱۵ ورځو کې ۵۲بریدونه کړي، خو ټول یې له ماتي سره مخ شوي.

د ګردیز ښار یوه څنډه

نوموړی وایي، په دې جګړو کې ۷۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۳۹ ټپیان شوي دي، او دغه شان ۸ افغان سرتیري وژل شوي او ۸ تنه نور ټپيان شوي.

هغه زیاتوي: "ټولې ۱۴ ولسوالۍ لرو، ۱۲ ولسوالۍ دې چې ډیرې زیانمنې دي، تهدید یې ډېر پورته دی او دوه ولسوالۍ یې د دې په منځ کې چې شواک دی او ګرده څېړۍ ده، تهدید یې متوسط دی، خو پولیس همیشه د خلکو د امنیت په هڅه کې دي او قربانۍ ورکوي."

خو وسله وال طالبان نه یوازې دوی ته اوښتې دغه مرګ ژوبله ردوي، بلکې په دومره شمېر کې ترسره شوي بریدونه هم نه مني.

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، د بندیانو د پروسې د ژر نه بشپړېدو او د افغان ځواکونو لخوا د عملیاتو د ترسره کېدا په غبرګون کې اړ شوي، چې خپلو عملیاتو ته ادامه ورکړي.

ویل کېږي چې د دغو جنګ جکړو او ناامنیو له امله لسګونه کورنۍ له اصلي سیمو او کورونو بې ځایه شوې دي.

په پکتیا کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ریاست وایي، په تېره یوه میاشت کې یوازې له دوی سره ۷۳ داسې کورنۍ ثبت شوي دي، چې د جګړو له امله بې ځایه شوي.