د امریکا پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مککنزي د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بندیانو د تبادلې د لړۍ پر بشپړتیا ټینګار کړی دی.
د امریکا د ملي عامه راډیو په یو راپور کې راغلي چې جنرال مککنزي افغانستان ته له تازه سفر وروسته ویلي، دا چاره باید بشپړه شي، څو بینالافغاني خبرو ته لاره هواره شي.
نوموړي د تېرې سې شنبې به ورځ کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره په یوه لیدنه کې وویل، متحده ایالات د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي چې دا هېواد یو ځل بیا د ترهګرو په ځاله بدل نهشي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ په دوحه کې د لاسلیک شوي تړون له مخې باید د بینالافغاني خبرو تر پیل مخکې د طالبانو شااوخوا ۵،۰۰۰ بندیان د افغان حکومت له زندانونو خوشې شي.
په مقابل کې یې طالبانو هم د شااوخوا زر حکومتي اسیرانو د خوشې کولو ژمنه کړې.
خو له دې هوکړې د څه کم پنځه میاشتو له تېرېدو وروسته هم تر اوسه دا بهیر نهدی بشپړ شوی. افغان حکومت ویلي، شااوخوا ۶۰۰ هغه طالب بندیان به خوشې نهکړي چې جرمي دوسیې لري.