اتمر: ایران دې د اوکراینۍ الوتکې پېښه کې د افغان قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي

دا پېښه چې نږدې شپږ میاشتې وړاندې وشوه، په کې ۱۳ افغانان ووژل شول.

د افغانستان حکومت یو ځل بیا د هغو وژل شویو افغانانو د کورنیو لپاره د خسارې یا تاوان ورکولو غوښتنه وکړه چې په تهران کې یې الوتکه د ایراني پوځیانو له‌خوا ووېشتل شوه.

دا پېښه چې نږدې شپږ میاشتې وړاندې وشوه، په کې ۱۳ افغانان ووژل شول.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر محمد حنیف د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې د ازادي راډیو د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د شپږ هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې هوکړې پر بنسټ، د هغې اوکراینې الوتکې د سقوط په اړه چې د جنوري په میاشت کې په تهران کې وویشتل شوه، باید څېړنې وشي او همدا ډول ایران د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر وايي، افغانستان غواړي چې د قربانیانو کورنیو ته د تاوان ترڅنګ، بیمه هم ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: "طبعاً باید هغو کورنیو ته چې زیانمنې شوي، باید بیمه ورکړل شي او تاوان ورکړي، د ایران دولت منلې چې تاوان ورکړي. "

د ښاغلي اتمر له قوله، افغانستان له پنځو نورو هېوادونو سره یو ځای د ۷۵۲ شمېرې اوکراینې الوتکې د سقوط په اړه چې د جنوري په اتمه وویشتل شوه، د څېړنو د روښانه کېدو په هڅه کې دی.

محمد حنیف اتمر

اتمر زیاتوي: "غواړم ټینګار وکړم چې دا مسئله د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ژمنو او په لوړه کچه د د ډیپلوماټیکو هڅو په نظر کې نیولو سره، له موږ لېرې نه ده چې ژر به انشاالله پایلې ته ورسېږو."

د اوکراین ۷۵۲ شمېره الوتکه د روان کال د جنوري په اتمه د امام خمیني له هوايي ډګر د الوتنې لږ وروسته، په تهران کې په دوو راکټونو وویشتل شوه چې په کې سپاره ۱۷۶ تنه ووژل شول.

دا پېښه هماغه شپه وشوه، کله چې ایران د جنرال قاسم سلیماني د وژنې د انتقام اخیستو لپاره په عراق کې د امریکا نظامي اډې په نښه کړې.

د سپاه پاسداران مشر قوماندان جنرال قاسم سلیماني له دې پېښې ۵ ورځې وړاندې د امریکا د یوې بې پیلوټه الوتکې د برید په پایله کې په بغداد کې ووژل شو.

ایران وايي، د ځای د غلط قیاس، د راکټونو د بټریو غلط مسیر او تر خوا یې د لوړ پوړو پوځي افسرانو او سرتېرو ترمنځ اشتباه اړیکو په پایله کې د اوکراین مسافرین وړونکې الوتکه سقوط شوه.

ایران لومړیو کې ویلي و چې د اوکراین دا مسافر وړونکي الوتکه د تخنیکي ستونزو له کبله لوېدلې ده، خو وروسته یې د انساني خطا او د سپاه پاسدران د راکټونو په وسیله ویشتل شوې وبلله.