د میدان وردګو روغتیايي مسئولین وايي، د تېر لمریز کال د لومړیو څلورو میاشتو په پرتله د روان لمریز کال په لومړیو څلورو میاشتو کې په دې ولایت کې د ملکي تلفاتو په شمېر کې ۵۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
دوی وايي، د روان لمریز کال د وري یا حمل له لومړۍ تر دې دمه د جنګ جګړو له امله ۲۲۱ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د میدان وردګ اوسېدونکي او د ولایتي شورا غړي هم وايي، په وروستیو کې په ملکي مرګ ژوبله کې زیاتوالی راغلی چې دغه چارې دوی سخت اندېښمن کړي دي.
په دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت راکوي چې د لاندې لینک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5