د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي هاګ ته ورسېد

هاشم تاچي

د کوسوو ولسمشر هاشم تاچي نن هاګ ته ورسېد چېرې چې د جرمونو د نړیوالې محکمې څارنوالان به د جنګي جرمونو د ادعاوو په اړه ورسره مرکه کوي.

د کوسوو لپاره ځانګړې محکمې د جون په ۲۴مه په ناڅاپي ډول اعلان وکړ چې تاچي او د کوسوو یو شمېر نورې پېژندل شوې څېرې لویو جرمونو کې لاس لري.

تاچي په هاګ کې د ځانګړي څارنوال دفتر ته له رسېدو سره سم وویل چې دی دلته د هغه څه د درناوي لپاره چې د ده هیله وه او د پوره کېدو لپاره‌یې مبارزه کوله، راغلی. د ده په وینا د داسې یوې ازادې او خپلواکې کوسوو لپاره چې مساوي عدالت، ګډ قومي ټولنې او د قانون واکمنۍ یې اساسي ستنې دي.

تاچي او نور چارواکي د نږدې ۱۰۰ کسانو په وژنه، په اجباري ډول د خلکو په نادرکه کېدو او شکنجې تورن دي.

تاچي له دې وړاندې د کوسوو د ازادۍ غوښتونکي پوځ لوړپوړی قوماندان و.

دغه پوځ په ۱۹۹۰مه لسیزه کې د خپلواکۍ د ګټلو لپاره له صربیا سره چریکي جګړه کې ښکېل و.

ولسمشر هاشم تاچي پر ځان لګول شوي تورونه رد کړي دي.

د صربیا پخواني ولایت کوسوو په ۲۰۰۸ کال کې خپله خپلواکي اعلان کړه، هغه اقدام چې بلګراد رد کړی. دغه‌راز د اروپایي ټولنې د ۲۷ غړو له ډلې پنځو یې تر اوسه کوسوو د یوه خپلواکه هېواد په توګه په رسمیت نه‌ده پېژندلې.