روغتیا نړیوال سازمان ټوله نړۍ کې د کوویډ۱۹ ناروغۍ نوي موارد ثبت کړي

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرنو له مخې په تېرو شپږو اوونیو کې په نړۍ کې د کوویډ۱۹ د ناروغانو شمېر دوه چنده شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان پرون د جولای په لسمه یو ځل بیا په ټوله نړۍ کې په بېساري شمېر د کوویډ۱۹ ناروغۍ د نویو مواردو راپور ورکړ.

دغه سازمان وايي، تر ټولو زیاتې پېښې د امریکا په وچه، هندوستان او جنوبي افریقا کې ثبت شوي.

د دې سازمان مشر ټیدروس اډهانوم ګیبرییسوس پرون جمعه وویل چې هېوادونه په قاطع اقداماتو د دې وبا مخه نیولی شي.

هغه زیاتوي: "موږ ښو مشرانو، د ټولنې ګډون او یووالي ته اړتیا لرو، یوازې قاطع اقدام چې ملي یووالی او نړیواله خواخوږي ورسره وي، د دې وبا مخنیوی کولای شي."

ښاغلي ګیبرییسوس ایټالیا، اسپانیا او جنوبي کوریا د مثال په توګه یاد کړل او ویې ویل چې دې هېوادونو د قاطع اقداماتو په وسیله د کرونا د وبا مخه ونیوله.

د روغتیا د نړیوال سازمان د شمېرنو له مخې په تېرو شپږو اوونیو کې په نړۍ کې د کوویډ۱۹ د ناروغانو شمېر دوه چنده شوی دی.

یاد سازمان پرون په ۲۴ ساعتونو کې له ۲۲۸ زرو د زیاتو نويو مواردو راپور ورکړ چې له دې سره په دې ناروغۍ د اخته کسانو ټول شمېر له دولس میلیون او درې لکو واوښت.