د کونړ چارواکي: تېره ورځ د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ کې په ډرون بريد کې يو پاکستانى وسلهوال وژل شوى.
د کونړ والي وياند عبدالغني مصمم د جمعې په ورځ ازادۍ راديو ته وويل: "تېره ورځ د نړيوالو ځواکونو بې پيلوټه الوتکې د سرکاڼو ولسوالۍ شونکړې سېمه کې بريد چې په کې د پاکستانۍ وسلهوالې ډلې لشکر طيبه يو وسلهوال وژل شوى.
د شونکړې سېمه د ډيورنډ فرضې کرښې ته څېرمه پر تهده چې د دولتي مسؤلينو په وينا په کې د افغان دولت مخالفې وسلهوالې ډلې پرتې دي.