چارواکي: ننګرهار کې طالبانو د سرحدي پوليسو پر پوستو بريدونه کړي

ارشيف، ننګرهار کې د سرحدي پوليسو پوسته

د ننګرهار چارواکي وایي چې وسله‌والو طالبانو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې دوه پولیس په‌کې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د وسله‌والو طالبانو په ډله‌ییز برید کې د سرحدي پولیسو دوه سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

د ښاغلي خوګیاڼي په خبره، افغان سرتېرو برید پر شا تمبولی او د پوستو د بېرته نیولو ترڅنګ‌یې له ۱۰ زیاتو مخالفینو ته مرګ‌ژوبله واړوله.

د خوګیاڼي په وینا په سیمه کې وضعیت ښه او د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی.

وسله‌والو طالبانو په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د راپورونو له مخې، په ننګرهار کې د داعش له ماتې وروسته یو ځل بیا د دغه ولایت په لیرې پرتو سیمو کې د وسله‌والو طالبانو فعالیتونه مخ پر زیاتېدو دي.