په کرونا ویروس د تور پوستانو د مړه کېدو لوړ شمېر او د ټولنیزې نا انډولۍ اندېښنې

په کرونا ویروس اخته تور پوستی امریکایی روغتون ته د لېږدولو پر مهال.

په امریکا او بریتانیا کې په تور پوستانو کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شویو لوی شمېر په دغو هېوادونو کې ټولنیزې نا انډولۍ ته د خلکو پام اړولی دی.

په نړۍ کې د ټولنيزې بې‌عدالتۍ پر وړاندې د اعتراضونو مرکزي ټکی همدا بلل کېږي.

یوه خبره چې د کرونا ویروس د وبا د خپرېدو پر مهال روښانه شوه، هغه دا ده چې تور پوستي او هغه وګړي چې سپين پوستي نه‌دي، د دې ویروس له کبله د مړه کېدو له زیات خطر سره مخامخ دي.

د امریکا د ایالتونو د راپور کړو معلوماتو پر بنسټ وروستۍ څېړنې ښيي چې د 'کووېډ-۱۹' له کبله د مړو شویو شمېر په تور پوستو وګړو کې ۲،۴ فیصده زیات دی.

په بریتانیا کې د انګلنډ د عامې روغتیا ادارې په وروستي راپور کې راغلي چې په اوسط ډول تور پوستي، اسیايي او اقلیت وګړي دوه چنده د کرونا ویروس له کبله د مړه کېدو له خطر سره مخامخ دي.

که څه هم په دې اړه کافي معلومات نه‌شته او د مړینو د شمېر د زیاتوالي لاملونه هم ډېر دي، متخصصین وايي چې د کرونا ویروس له کبله د مړینې په شمېر کې د زیاتوالي لامل ټولنیزه نا انډولي ده.

میشل باچیلیت

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په برخه کې عالي کمېشنرې میشل باچیلیت د جون میاشتې په دوهمه نېټه وویل: "دې ویروس په نړۍ کې د نابرابرۍ چلند بربنډ کړ چې له ډېرې مودې خلکو له پامه غورځولی وو."

د جانز هاپکنز پوهنتون په امریکا کې په بېلابېلو نژادونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه معلومات یوځای کړي.

دغه معلومات ښيي چې کرونا ویروس څنګه په ۴۰ ایالتونو کې تور پوستي وګړي اغېزمنوي. دا معلومات د وګړو ترمنځ اقتصادي توپير ته هم د لوستونکو پام اړوي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د روغتیايي برخې رئیسې لیزا کوپر په یوه مرکه کې ویلي: "ډېری اقلیتونه د بې‌وزلۍ ژوند کوي او دا وبا يې په بېله توګه تجربه کړې ده. د بېلګې په توګه که دوی شخصي موټر نه‌لري د تګ راتګ لپاره عامه ټرانسپورت کاروي، د سودا اخیستلو لپاره ډېر ځلې دباندې وتلو ته اړتیا لري ځکه پر يو ځای د سودا اخیستلو توان نه‌لري او نه هم روغتیايي بیمه لري چې خدماتو ته لاسرسی ولري."

په امریکا کې د پولیسو له‌خوا د یوه تور پوستي تر وژل کېدو وروسته په دې هېواد کې پراخ لاریونونه پيل شول. د دغو لاریونونو تنظیموونکي د 'کووېډ-۱۹' له لاسه د مړو شویو په اړه د نورو معلوماتو غوښتنه کوي.

دوی په یوه بیان کې ویلي: "موږ اساسي کارونه کوو چې د هېواد چارې روانې واوسي. موږ ډاک رسوو، د خلکو کورو ته سودا وړو، په ټرانسپورت کې کار کوو او د روغتونونو کارکوونکي یو. موږ پر کور نه‌شو پاته کېدای."