د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ د مظاهرهچیانو د کنټرول لپاره د ملي ګارد عسکر له واشنګټن ډي سي وایستل.
د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي د پلازمېنې واشنګټن ډي سي وضعیت "په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې دی" او ملي ګارد تهیې امر کړی چې په ښار کې خپل حضور پای ته ورسوي.
ډونالد ټرمپ د یکشنبې په ورځ په یوه ټويټ کې لیکلي، "ما ملي ګارد ته امر کړی چې له واشنګټن څخه د وتلو پروسه پیل کړي."
ټرمپ په همدې ټویټ کې دا هم ویلي چې ملي ګارد کورونو ته ستنېږي، خو د اړتیا په صورت کې ژر راستنېدای شي."
د پلازمېنې ډي سي په شمول د امریکا لسګونه لویو او وړو ښارونو دا وروستۍ څو ډېرې ناکراره ورځې تجربه کړې.
لکونه امریکایان د یوه تور پوستي ۴۶ کلن جورج فلوید د وژنې په غبرګون لاریونونه وکړل او تر ډېره دا لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل.
همدا یکشنبه هم د امریکا په ښارونو او ایالتونو سربېره د نړۍ په ځینو نورو ښارونو له هغې ډلې لندن او میلان کې د جورج فلوید په پلوۍ مظاهرې وشوې.
په واشنګټن سربېره چې پهکې ډونالد ټرمپ د وضعې د کرارېدو ډاډ څرګند کړی د نیویارک ښاروال بېل دي بلاسیو یکشنبه د ګرځبندیز د لیرې کولو خبر ورکړ.
هغه وویل: "د دې لپاره چې وضعیت هره ورځ په ښه کېدو دی او مظاهرې سولهییزې کېږي. هره ورځ وضعه ښه کېږي او کم خلک نیول کېږي. ما پرېکړه وکړه چې ګرځبندیز ختم کړم. زه هیله لرم چې دا وروستی وار وي موږ په نیویارک کې ګرځبندیز تجربه کړ."
لاریونونه لومړی سولهییز راپور شوي و، خو وروسته په یو شمېر سیمو کې په تاوتریخوالي واوښتل چې پهکې مظاهرهچیان له پولیسو سره لاس او ګرېوان شول، موټرې او مغازې وسوځېدې او دکانونه لوټ شول.
د مظاهرو په نهمه ورځ د لږترلږه ۱۲ کسانو د مړینې راپور ورکړل شوی او ملي ګارد هم د 'سياېناېن' ټلوېزیون د راپور په اساس شااوخوا ۱۰ زره مظاهرهچیان نیولي دي.
د سپینې ماڼۍ شااوخوا هم څو واره مظاهرهچیانو غږ پورته کړ او یوه مظاهرهیې وروسته له هغه په رسنیو کې ډېره یاده شوه چې ولسمشر ډونالد ټرمپ یوې کلیسا ته روان و او پولیسو د مظاهرهچیانو د خورولو لپاره لاس په کار شول.
تمه ده جورج فلوید په خپل پلرني ټاټوبي هیوسټون کې د سې شنبې په ورځ خاورو ته وسپارل شي.
د هغه مړی یکشنبه هیوسټون ته انتقال شوی او دوشنبه بهیې خپل خپلوان او خواخوږي د لیدلو لپاره ورځي.
د جورج فلوید لپاره د درناوي مراسم مخکې تر دې په ځینو نورو ښارونو له هغې ډلې شمالي کارولینا کې هم نیول شوي و او هم هغه سیمه باندې د ګلانو ګېډۍ کېښودل شوې چېرته چې دی د مې په ۲۵مه د سپين پوستي پولیس دیریک چاوین تر زنګون لاندې پړ مخ پروت و.
د جورج فلوید د مړینې په خاطر دیریک چاوین په دوهم درجه او د هغه درې نور پولیس ملګري په درېیم درجه قتل تورن شوي.
دوی څلور واړه نیول شوي او که تورونه پرې ثابته شي دیریک چاوین به تر ۴۰ او ملګري بهیې تر ۲۵ کلونو حبس کې تېروي. مظاهرهچیان بیا که څه هم د دیریک چاوین او د هغه د درېیو نورو پولیسو ملګرو په نیول کېدو او په اړهیې د څارنوالانو د دوسیو هرکلی کړی، خو په ټوله کې یې مظاهرې ځکه روانې کړي چې له تور پوستو سره د پولیسو د چلند بنسټیز بدلون غواړي.