'طالبانو د اله‌سای ولسوالۍ پر ودانۍ ډله‌ییزه حمله کړې'

د افغانستان په نقشه کې کاپیسا ولایت

د کاپيسا ځايي چارواکي وايي، طالبانو د اله‌سای ولسوالۍ پر ودانۍ ډله‌ییزه حمله کړې ده.

په دې حمله کې چې د پنجشنبې په ماښام شوې، یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

د اله‌سای ولسوال نقشبند صافي ازادي راډيو ته وویل: "پر ولسوالۍ د حملې په نتيجه کې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ نښته پیل شوه."

د ښاغلي نقشبند په وینا، په دې حمله کې د یوه ملکي د ټپي کېدو ترڅنګ د دې ولسوالۍ د بازار هټيو اور اخیستی او سوځلي دي.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.