د ډاکتر نیازي د جنازې په مراسمو کې د زرګونه خلکو ګډون

Your browser doesn’t support HTML5

زرګونه تنو نن (پنجشنبه) په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان جومات د خطیب او د کابل پوهنتون د استاد ډاکتر ایاز نیازي د جنازې په مراسمو کې ګډون وکړ. ډاکتر نیازی له یوه بل تن سره د سې شنبې په ماښام د اېښودل شوي بم په چاودنه کې ووژل شو. د دې برید مسؤلیت داعش ډلې په غاړه واخیست.