په ډنمارک کې د فوټبال په یوه لوبه کې د زرګونو مجازي نندارچیانو ګډون

Your browser doesn’t support HTML5

په ډنمارک کې په یوه بې ساري اقدام کې نژدې ۱۰ زره تنو د لوبغالي په شاوخوا کې د نصب شویو تلویزیونونو په وسیله په مجازي ډول د فوټبال یوه مسابقه ولیده او د خپلې خوښې ټیمونه یې تشویق کړل. د ګڼو هیوادونو د فوټبال لیګونه د کورونا وایرس د خپرېدو له کبله ځنډول شوي.