د کورونا قربانیان په ځانګړي ځای کې ښخېږي که حکومت معلومات پټوي؟

Your browser doesn’t support HTML5

د قزاقستان په الماتي ښار کې د کووید۱۹ د قربانیانو لپاره ځانګړې هدیره جوړه شوې ده. که څه هم دولت وايي چې په الماتي او شا او خوا سیمو کې يوازي لس په کورونا وروس اخته کسان مړه شوي دي خو یوازي په همدې ځانګړې هدیره کې ۳۲ قبرونه شته. دا پوښته راپورته شوې چې ایا دولت د قربانیانو دقیق شمېر پټوي؟