سولې وزارت: تر راتلونکو درې ورځو د مصالحې عالي شورا خپل کار پیلوي

د مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د افغانستان سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي کېدای شي چې تر راتلونکو درې ورځو د مصالحې عالي شورا خپل کار پیل کړي.

له شااوخوا درې میاشتو جنجالونو وروسته د یکشنبې په ورځ د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې تر لاسلیک وروسته د مصالحې عالي شورا په جوړېدو هوکړه وشوه او ښاغلي عبدالله‌یې مشري ومنله.

اوس د سولې په چارو کې د دولت وزارت وايي چې د دغې هوکړې پر بنسټ به د دغې شورا د دارالانشا په توګه کار وکړي.​

د یاد وزارت ویاندې ناجیه انوري د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غويي ۳۰» ازادي راډیو ته وویل چې دغه شورا به د سولې په چارو کې د یوې لویې تصمیم نیوونکې ادارې په توګه کار وکړي.

د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویانده ناجیه انوري

هغې زیاته کړه: "د مصالحې عالي شورا چې تر سیاسي هوکړې وروسته باید جوړه شوې وه او جوړه شوه، ښايي تر دوو درېیوو ورځو پورې خپل کار پیل کړي دغه شورا به د سولې په چارو کې د یوې لویې تصمیم نیوونکې ادارې په توګه کار وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې ښاغلي خلیل‌زاد هم قطر او افغانستان ته خپل نوی سفر پیل کړی دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله یوه اعلامیه کې ویلي، چې ښاغلی خلیل‌زاد به قطر کې طالبانو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې د پلي کېدو په اړه خبرې وکړي او دغه‌شان به نوموړی له طالبانو وغواړي چې تاوتریخوالی کم او داسې اقدامات ترسره کړي چې بین‌الافغاني خبرو ته لاره هواره شي.

اغلې انوري دغه‌شان سیمې ته د ښاغلي خلیل‌زاد نوي سفر ته په اشارې سره وویل چې د سولې په چارو کې د دولت وزارت د سولې په بهیر کې د سیمې او نړۍ هېوادونو له هڅو هرکلی کوي، خو ټینګار چې د ټولو افغانانو دا غوښتنه ده څو د دې ټولو هڅو رهبري د افغانستان له دولت سره وي.

د افغانستان د سولې عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد وايي، د مصالحې د عالي شورا په شان د یوې پیاوړې ادارې له‌خوا د سولې چارو پر مخ بیول به ګڼ پرمختګونه له ځان سره ولري.

د سولې عالي شورا غړی قاضي محمد امین وقاد

هغه وویل: "اوس د سولې بهیر له یو قوي ادرسه پر مخ وړل کېږي، ډاکتر صاحب عبدالله ویلي چې ملت به په جریان کې وي، دا د ملت غوښتنه ده او په دې برخه کې به پیاوړي ګامونه واخیستل شي، ښاغلی خلیل‌زاد په هڅه کې دی چې بین‌الافغاني خبرې ژر پیل شي. دا د ټرمپ، خلیل‌زاد او افغان دولت دریځ دی."

ویل کېږي چې ښاغلی خلیل‌زاد به کابل ته په خپل سفر کې د افغان حکومت له لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري او ورنه به وغواړي چې څومره ژر کېږي بین‌الافغاني خبرو ته زمینه برابره کړي.