د افغانستان سولې په چارو کې د دولت وزارت سلاکار عزیزالله فضلي وایي جنګ د حل لار نهده او طالبان دې د اوربند او یا اورکم غوښتنو ته غاړه کېږدي.
ښاغلي فضلي په دې اړه له ازادي راډيو سره مرکه کړې چې د طالبانو لهخوا د اوربند یا اورکم د غوښتنو په مکرر ردېدو سره باید څه وشي.
له طالبانو نه په وروستیو څو ورځو کې هم افغان حکومت او هم نړیوالې ټولنې غوښتي چې د روژې په خاطر دې اوربند وکړي، خو دې ډلې ویلي چې مقابل لوري ژمنې نهدي ورسره عملي کړي او اوس بېځایه ترې د اوربند غوښتنه کوي.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت له سلاکار عزیزالله فضلي سره صفيالله ستانکزي مرکه کړې ده او لومړی یې د اوسنۍ وضعې په اړه پوښتنه ځینې کړې ده.
د دې مرکې اورېدو لپاره راندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5