المپیک لوبو ته چمتووالی او په کور کې د وسایلو په مرسته تمرین

Your browser doesn’t support HTML5

په اردن کې یوازنۍ نجلۍ چې د المپیک مسابقو ته د لار موندنې په لوبو کې د اردن استازیتوب کوي، د دغه هېواد د ملیونونو وګړو په څېر په قرنطین کې ده. خو هغې خپل تمرینات نه دي بند کړي. هدیل العلمي د کور له وسایلو په استفاده د خپلې وړې خور په مرسته تمرین کوي او دېته په تمه ده، چې وضعیت بیرته عادي شي.