اروپايي ټولنې د کرونا ویروس له محدودیتونو د وتلو تګلاره پلان کړه

د اروپايي ټولنې بیرغونه

د اروپايي ټولنې مشرتابه د کرونا ویروس په خاطر له لګېدلو محدودیتونو د وتلو لپاره یوه تګلاره پلان کړې ده.

د اروپايي کمېسیون مشره اورزلا فن در لاین به سبا په اروپايي هېوادونو کې عادي وضعې ته د بېرته ګرځېدو لپاره تدریجي اقدامات اعلان کړي.

اروپايي ټولنه ټینګار کوي چې دا اقدامات به په همغږې بڼه پلي شي.

وار له مخه د اروپا په ځینو هېوادونو له هغې ډلې په ډنمارک کې د اپرېل له ۱۵ وړکتونونو او د ماشومانو ښوونځي پرانیستل کېږي.

اتریش هم ویلي چې له راتلونکې اوونۍ واړه دکانونه، ساختماني پروژې او د بڼوالۍ اړوند پلورنځي پرانیستل شي.

د چک په جمهوریت کې هم د ځینو وړو کاروبارونو اجازه ورکړل شوې او هم د ګلف او ټېنس سپورټونو په سر لګېدلی محدودیت لیرې کېږي.

په ایټالیا کې چې په ټوله اروپا کې کرونا ویروس سخته ځپلې که څه هم محدودیتونه شته، خو ویل شوي چې د ټولنیزې فاصلې په رعایت، معاینې او روغتیايي سپارښتنو ته په پام د وضعې د عادي کېدو هڅې کېږي.

اروپا په ګرده نړۍ کې د کرونا ویروس له لاسه ډېره قرباني ورکړې ده او ګڼ هېوادونه‌یې لاک ډون او خلک‌یې قرنطین دي.