کابل کې د کرونا ویروس د تشخیص یو بل مرکز هم پرانېستل شو

په کابل کې د کرونا ویروس د تشخیص دویم مرکز

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کرونا ویروس د تشخیص یا پېژندنې لپاره په کابل کې یو بل مرکز هم پرانېست.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کرونا وایروس د تشخیصیه مرکزونو په پرانېستو سره به تر راتلوونکې یوې میاشتې پورې د دغه ویروس د ټېسټ ظرفیت په ورځني ډول تر ۲۰۰۰ موردو پورې زیات شي.

فېروزالدین فېروز د دوشنبې په ورځ په کابل کې د کرونا وایروس د تشخیص د یوه مرکز د پرانېستې پر مهال وویل، په هره اندازه چې د دې ناروغۍ د تشخیص ظرفیت زیات شي، په هغه کچه یې د خپراوي مخنیوی کېږي.

هغه زیاته کړه: "په مرکزي لابراتوار کې د سل نمونو ټېسټ کېږي چې اوس یې موږ په درې شفټونو بدلوو، هیله‌مند یم چې په ورځني ډول درې سوه نمونې ټېسټ کړو، زموږ دویم کار په هرات کې د تشخیصیه مرکز پرانېسته وه، اوس‌مهال هلته هم د ورځې سل ۱۵۰ نمونې ټېسټ کېږي، تېره ورځ په ننګرهار کې هم ورته لابراتوار فعال شو، نن ورځ د کرنې وزارت له لابراتوار ګټه اخلوو چې اوس‌مهال په ورځني ډول له سل سمپولونو کار پیلوي."

فېروزالدین فېروز

د عامې روغتیا وزیر زیاته کړه، دوی د کرونا ویروس د ناروغانو د موندنې لپاره د پولیو یا ماشومانو د ګوزڼ د مخنیوي واکسین ۳۰ زره کارکوونکي ګمارلي، چې په ټول افغانستان کې پر دې ناروغۍ اخته کسان ومومي.

د ښاغلي فېروز له قوله، د عامې روغتیا وزارت په پام کې لري چې په بلخ، کندهار او کندوز کې هم تر راتلوونکې یوې میاشتې پورې د کرونا ویروس تشخیصیه مرکزونه جوړ کړي.

په کابل کې د کرونا ویروس د تشخیص دا مرکز د کرنې وزارت د حیواني ناروغیو د پېژندنې په ازمایښت ځای کې فعاله شوی دی.

د کرنې وزیر نصير احمد دراني د دې مرکز د پرانېستې په مراسمو کې هیله‌ وښوده چې د دې مرکز پرانېستل به د کرونا ویروس د مشکوکو پېښو په ژر پېژندنه کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: "موږ او ما د عامې روغتیا وزیر هوکړه وکړه چې د ویترنرۍ یو معیاري او مجهز لابراتوار د کرونا ویروس د تشخیص لپاره د عامې روغتیا وزارت په واک کې ورکړو، په دې لابراتور کې ۱۸ متخصیصن لرو، دا ۱۸ تنه پرسونل به له ټولو تجهیزاتو په ګټنې د کرونا ویروس د تشخیص په برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره همکاري کوي."

ښاغلي دراني زیاته کړه، په نږدې راتلوونکې کې به ورته مرکزونه په بلخ او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم پرانېستل شي.

نصير احمد دراني

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وړاندوینه کوي چې د کرونا ویروس به د روان میلادي کال تر ډېسېمبر میاشتې په افغانستان کې د خپرېدو په حال کې وي او ډېر شمېر کسان به پرې اخته شي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس‌مهال په افغانستان کې په کرونا ویروس اخته کسان ۱۴۱ تنه دي چې له ډلې یې ۴ تنه مړه شوي او ۵ نور یې بیا رغېدلي دي.