د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۰

عامې روغتیا وزارت: ورښتونه د کرونا ویروس خپرېدل چټک کوي


ارشیف
ارشیف

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، ورښتونه کولای شي په ټولنه کې د کرونا ویروس خپرېدل چټک کړي.

د کرونا وایروس د خپریدو په اړه تازه اندېښنې.

وروسته له هغې چې د افغانستان د هوا پېژندې ادارې د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د سختو بارانونو اټکل وکړ، اوس د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، وروښتونه، سړه او مرطوبه هوا د کرونا ویروس د خپرېدو لپاره زیاته زمینه برابره وي.

د دې وزارت ویاند وحیدالله مایار د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل: "مرطوبه هوا د دې ویروس لپاره مساعده ده، په دې مرطوبه هوا کې د اټکل له مخې دغه ویروس په ۹۰ ډوله څیزونو باندې له دری ورځو څخه تر ۹ ورځو پورې ژوندی وي، په مرطوبه هوا کې دغه ویروس زیات پاتی کېږي."

وحیدالله مایار
وحیدالله مایار

د عامې روغتیا وزارت په داسې حال کې دغه اندېښنې څرګنده وي چې تېره ورځ د افغانستان د هوا پېژندې ادارې وویل، د روانې لمریزې میاشتې د حمل له ۱۰ مې نېټې څخه تر ۱۳ مې پورې به د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې سخت بارانونه وشي او سیلاونو به راووځي.

هرات، ازرګان، پکتیا، خوست، زابل، دایکندي، غزني، پکتیکا، لوګر، کونړ، غور، هلمند، فراه، کندهار، کابل او وردګ هغه ولایتونو دي چې دغو بارانونو او سیلاونو اټکل په کې شوی دی.

د هوا پېژندې ادارې له خوا دغه شان ویل شوي چې شپاړسو نورو ولایتونو بامیان، سرپل، سمنګان، بادغیس، نورستان، پروان، لغمان، فاریاب، بدخشان، پنجشیر، بغلان، بلخ، تخار او ننګرهار ولایتونو کې د ورښت او سیلابونو کچه کمه اټکل شوې.

د ساري ناروغیو متخصص ډاکټر شاه ولي هم په ټینګار سره وايي چې، ورښتونه او مرطوبه هوا د کرونا ویروس د خپرېدو لپاره ډېره مساعده ده او پکار ده چې خلک د عامې روغتیا وزارت له خوا سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.

هغه زیاتوي: " کرونا ویروس د بارانونو، ګلۍ او نور ورښتونو په موسم کې که هغه پسرلی وي او که ژمې په چټکۍ سره خپرېږي او د دې ویروس خپرېدا په دې موسم کې ډېره خطرناکه ده، په دې موسم کې دغه ویروس کولای شي د ډېرو انسانانو ژوند واخلي، د دې لپاره چې دغه موسم ورته مساعد دی."

د ډاکټر شاه ولي په خبره، که څه هم د ورښتونو سره په هوا کې ټول موجود امراض له منځه ځي خو برعکس د څېړنو پر بنسټ کرونا ویروس په سړه او مرطوبه هوا کې ځان خوندي ګڼي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د تازه معلوماتو له مخې اوس مهال په ټول افغانستان کې ۱۴۱ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له ډلې یې ۴ کسان مړه شوي او ۵ روغ شوي دي.

د دې وزازت د معلوماتو پر بنسټ د ثبت شوی پېښو زیاته برخه په هرات ولایت کې ده.

XS
SM
MD
LG