د کابل-ډېلي د پروازونو ځنډ هند کې ځیني افغانان ستونزو سره مخ کړي

ارشیف، د نوې ډېلي هوايي ډګر

د کابل او نوې ډېلي ترمنځ د پروازونو په ټپه درېدل!

د افغانستان او هندوستان ترمنځ د پروازونو ځنډ په هند کې یو شمېر افغانان له ستونزو سره مخ کړي.

دوی وايي، هندوستان ته د درملنې لپاره راغلي و، خو د پروازونو له ځنډېدو وروسته اوس د استوګن‌ځای له نشتوالي او مالي ستونزو سره مخ دي.

مصطفی موسوي چې له خپلې کورنۍ سره د درملنې لپاره هندوستان ته تللی د بنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د کب ۲۹» له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خپل نامعلوم برخلیک په اړه داسې وايي: "دوه درې اوونۍ کېږي چې د درېیو ناروغانو سره هند ته راغلی یم، درملنه‌یې تکمیل شوه، ټکټ مې اخیستی، اوس چې شرکت ته ځم وايي پروازونه کنسل شوي دي، زه نه‌پوهېږم چې څه وکړم؟ دلته مصرف هم زیاد دی، د اتاق کرایه ده، د ډوډۍ پسې دي او زموږ پیسې هم خلاصې شوي."

هندوستان هېواد دغه پرېکړه د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره کړې.

هند ته دغه تللي افغان مسافر وايي، حکومت دې د یادې ستونزې د حل لپاره اقدام وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، که څه هم هندوستان پرېکړه کړې چې د حمل تر ۲۹مې نېټې پورې به پروازونه بندوي، خو هڅې روانې دي چې هلته بند پاتې شوي افغانان خپل هېواد ته را انتقال شي.

د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره نه‌یوازې د افغانستان او هندوستان ترمنځ پروازونه درول شوي، بلکې د نړۍ اکثرو هېوادونو یو شمېر ښارونو او هغو هېوادونو ته چې له کرونا ویروس ډېر اغېزمن دي خپل پروازونه بند کړي او یو شمېر نورو خپلې پولې تړلې دي.