د کډوالو په کمپونو کې د کرونا ویروس د خپرېدو اندېښنې

Your browser doesn’t support HTML5

د کابل د کډوالو په پنډغالو کې لاهم خلک د کرونا نه د ځان ساتنې په اړه معلومات نه‍‌لري. د دې پنډغالو اوسېدونکي وايي هېڅ دولتي ارګان نه‌دی ورغلی چې د دغه ویروس په اړه عامه پوهاوی ورکړي. لېمه هادي د کابل په نساجي سیمه کې د کورنیو بې‌ځایه شویو یو پنډغالي ته ورغلې او دا راپور يې پرې چمتو کړی دی.