کرونا ویروس لاهم په خپرېدو دی او دا ویروس چې لومړی په چین کې خپور شو، اوس په نورو هېوادونو په تېره بیا په اروپايي هېوادونو کې زیات خپرېږي.
د کرونا ویروس له کبله د نړۍ اقتصاد زیات زیان کړی، خو دولتونه هڅه کوي چې په بېلابېلو طریقو هم د دې ویروس د خپرېدو او هم د مالي تاوانونو د کمېدو مخه ونیسي.
په کرونا ویروس په درسته نړۍ کې د اخته شویو کسانو شمېر نږدې دوو لکو ته ورسېد او په داسې حال کې چې حکومتونه هڅه کوي د دې ویرس د لا زیاتې خپرېدا مخه ونیسي، کرونا د ژوند په مختلفو چارو کې خنډونه پېښ کړي دي.
د جرمني صدراعظمې انګلا مېرکل ویلي چې د بندیز په ۳۰ ورځو کې به ډېرو لږ کسانو ته اجازه ورکړل شي چې اروپايي اتحادیې ته ورشي.

د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل
ناروې، سویس، ایسلند او بریتانیا هم خپلو هېوادونو ته له بهره د ورتلونکو کسانو پر ورتګ له بندیز سره موافقه کړې ده.
دغه ویروس چې د ډسمبر په میاشت کې د چین په ووهان ښار کې پیدا شو، اوس په نړۍ کې نږدې ۸ زره تنه مړه کړي دي.
د دې ویروس مخه اوس اروپا ته اوښتې ده. د اروپايي اتحادیې مشرانو پرون سې شنبه موافقه وکړه چې خپلې پولې به د ۳۰ ورځو لپاره بندې کړي.
پاکستان وايي چې په دغه هېواد کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر ۲۳۷ تنو ته رسېدلی او هند د کرونا له لاسه تاج محل بند کړی دی ځکه چې دې تاریخي ودانۍ ته ډېر سیلانیان ورځي.
د کرونا اقتصادي تاوانونه خورا ډېر دي. د ونډو بازار په بېساري ډول لوېدلی، د تورېزم صنعت سخت زیان لیدلی. خلک سفر نهکوي او له دې کبله هوايي شرکتونو میلیاردونه ډالره تاوان کړی دی.
خو یو شمېر دولتونو د دې تاوان د وټ کټ (جبران) ایستلو لپاره له شرکتونو سره مرستې اعلان کړې دي. بریتانیا او هالند د میلیاردونو ډالرو مرسته کوي چې د کرونا ویروس له کبله کمپنیو ته اوښتی تاوان جبران کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ هم ویلي چې د کرونا ویروس له کبله د اوښتي مالي زیات د جبرانولو لپاره به مرسته وکړي. ده نهدي ویلي چې څومره مرسته به وکړي، خو واشنګټن پوسټ ورځپاڼې لیکلي چې ټرمپ ۸۵۰ میلیارده ډالره په پام کې نیولي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
پر دولتونو هم اقتصادي فشار زیات شوی دی. بلغاریا ویلي چې په مالي بودجه کې یې کسر زښت زیات شوی او اوکراین د پیسو له نړیوال صندوق څخه د څه باندې پنځه نیم میلیارده ډالرو پور غوښتی دی.