د امریکا څو جمهوري غوښتونکو سناتورانو چین تورن کړ چې د کرونا ویروس په اړه غلط معلومات خپروي.
څلورو جمهوري غوښتونکو سناتورانو په یوه ګډ بیان کې چې پرونیې خپور کړی، پر چین تور پورې کړی چې د کرونا ویروس د سرچینې په اړه چې هغه له کوم ځایه راغلی، د غلطو معلوماتو په خپرولو سره د دغه ویروس د مخنیوي لپاره په خپلو ناسمو اقداماتو پرده اچوي.
هغه ویروس چې د دوی په وینا په نړۍ کې یې د لسګونه زره کسانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
دغو سناتورانو چې ټول د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي دي وویل چې د چین کمونېست ګوند چارواکي او دولتي رسنۍ داسې ادعاوې خپروي چې ګوندې د امریکا پوځ دغه ویروس د چین ووهان ښار ته راوړی و. هغه ښار ته چې د لومړي ځل لپاره په تېره ډسمبر میاشت کې خپور شو.
دغو سناتورانو په ګډ بیان کې دغهراز وویل دغه غلط معلومات ښیي چې د کمونېست ګوند تل د نړیوالې ټولنې د ښهوالي په نسبت خپل اعتبار ته ترجیج ورکوي. د دوی په وینا دا د نړۍ مشرتوب نهدی.
سناتور جیم ریش د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر دی او نور درې غړيیې چې دغه تور یې پر چین لګولی، جان باراسو، مارکو روبیو او کوری ګارډنیر دي.
چین هماغه د ډسمبر په لومړیو کې په دې پوه و چې د کرونا ویروس نوې بڼه (کووایډ-۱۹) مرګونی ویروس دی او په چټکۍ خپرېږي، خو دوی ډاکتران او خبریالان غلي کول.
حتی کله چې نړۍ له دغه ویروس خبره شوه، د چین کمونېست دې هېواد د دغې ناروغۍ د څېړنې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د پلاوي ورتګ څو اوونۍ وځنډاوه.
امریکایي سناتورانو همدا شان په دغه لیک کې ویلي چې دغه ناسم اقدامات د دې سبب شوي چې وضعیت دومره خطرناک شي چې نن ټوله نړۍ ورسره مخامخ ده.
تر اوسه پر کرونا ویروس په نړۍ له ۱۸۱ زرو زیات کسان اخته شوي چې له ۱۰۰ زرو زیاتیې له چینه بهر دي.
دغه څلور سناتوران پر چین دغه تور داسې مهال لګوي چې پر جمهوري غوښتونکو د پیکنګ انتقادونه زیات شوي دي.
پیکنګ وایي، د چین ویروس یا د ووهان ویروس په یادولو سره دغه ناروغي چې اوس هر ځای ته خپره شوې، سیاسي کوي.
د جمهوري غوښتونکي غړي کیوین مک کارټي په خپله ټویټرپاڼه کې دغه ویروس ته د چین ویروس کلمه کارولې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هغه د ووهان ویروس یاد کړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان تېره میاشت دولتونو او رسنیو ته خبر ورکړی و چې د ووهان ویروس یا د چین ویروس یا هم د اسیا ویروس د کلمو له کارولو دې ډډه وکړي.