ریا خبري اژانس راپور ورکړی چې د روسیې د پارلمان یوه مخکښ استازي تأیید کړې چې د روسیې ټولو ۸۵ سیمو په اساسي قانون کې تعدیلات تصویب کړل.
دغه تعدیلات ولسمشر ولادیمیر پوتین ته دا امکان برابروي چې د ۱۶ نورو کلونو لپاره پر قدرت پاتې شي.
د ولادیمیر پوتین د ولسمشرۍ دوهمه پرلهپسې شپږ کلنه دوره په ۲۰۲۴م کال کې پای ته رسېږي.
ریا خبري اژانس د مشرانو جرګې د اساسي قانون د کمېټې د مشر اندري کلیشاس وینا رااخیستې چې نن جمعهیې ویلي دي: "د روسیې مشرانو جرګې یا د فدراسیون شورا په ټولو ۸۵ سیمهییزو پارلمانونو کې د رأی اچونې نتیجه ترلاسه کړې چې د ټولو رایو نتیجه مثبته ده."
د دې نوې لایحې له مخې چې په اساسي قانون کې تعدیلات هم پهکې شامل دي، د ولسمشر پوتین د ولسمشرۍ تېرې دورې نهحسابېږي.