د میدان وردګ چارواکي: طالبانو برمته کسان لاهم نه‌دي پرېښي، د ازادولو هڅه‌یې کوو

د میدان وردګ نقشه

د میدان وردګ ځایي چارواکي وایي، طالبانو لاهم هغه څه باندې ۵۰ ملکیان نه‌دي پرېښي چې څو ورځې وړاندې یې د چک ولسوالۍ له یو شمېر کلیو برمته کړي وو.

د میدان وردګ دغه چارواکي وایي، د تاوتریخوالي د کمښت او د ملکي خلکو د خوندیتوب لپاره هغو سیمو کې عملیات نه‌شي کولای چې ملکیان په‌کې برمته شوي دي.

د دغه ولایت مرستیال والي تاج محمد عمري ازادي راډیو ته وویل، هڅه کوي چې د قومي مشرانو په منځګړیتوب هغه ۵۵ تنه ازاد کړي چې طالبانو څو ورځې وړاندې له ځان سره بیولي دي.

هغه زباته کړه: "د چک ولسوالۍ کې چې کوم کسان تېرو ورځو کې برمته شوي وو، تر اوسه هم برمته دي او لا ازاد شوي نه‌دي، له کومو ساحو نه چې نیول شوي، له هغو برې خوا ته انتقال شوي دي، ټول ملکي کسان دي، تور پرې دا دی چې د دولت ملاتړي او همکار دي."

له دې سره سم د ارزګان چارواکي وایي، هغه شااوخوا ۱۰۰ ملکیان‌یې ژغورلي چې طالبانو د جمعې په ورځ د ترینکوټ له یوې څنډې له ځان سره بیولي وو.

د ارزګان امنیه قوماندان محمد اعظم هاشمي وایي، د دغو کسانو د راخوشې کېدو په عملیاتو کې جګړه هم شوې چې افغان ځواکونو او طالبانو ته په‌کې مرګ‌ژوبله اوښتې.

نوموړي وویل: "زموږ یو شمېر ښاریان د ترینکوټ باخود سیمې ته د مېلې لپاره تللي وو، سپین ږیري او ماشومان هم په‌کې وو، طالبان پسې راغلل او دوی یې په وهلو او شکنجې له ځان سره بوتلل، موږ چې خبر شو، د دوی ۱۰۰ کسان مو وژغورل او بېرته مو ښار ته راوستل."

ارشیف، وسله‌وال طالبان

د طالبانو له څو ساعته بنده ازادو شویو کسانو هم ویلي، نه‌دي خبر چې طالبانو د څه لپاره بیولي وو.

هغه وویل: "نوم مې ولي محمد دی، موږ اووه اته کسه ملګري و، کله چې باخود مېلې ته ولاړو، دوه موټرسایکل سپاره راغلل او ټوپک‌یې راته ونیوه، پياده مزل‌یې راباندې وکړ او یوه غره ته‌یې بوتللو. ګارې وې، غر و، ډېر ظلم راسره وشو، زه له څو کسانو سره یوه غار کې ناست وم. بوټي مې کول، زرنج مې بیولی و، زه او څلور زامن مې راسره وو، طالبانو د ملي اردو کالیو کې راغلل، موږ یې بوتلو، هلته خواړه او اوبه نه‌وې، لمونځ ته مو تیمم واهه."

د میدان وردګ او ارزګان چارواکي هم د دغو برمته نیونو انګېزې باندې نه‌پوهېږي.

داسې راپورونه هم خپاره شول چې طالبان غواړي په دې سره د خپلو بندیانو شمېر زیات کړي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل، دغو کسانو باندې ځیني شکونه وو چې د دوی ملګرو په میدان وردګ او ارزګان کې بیولي او بېرته‌یې خوشې کړي دي.

مجاهد هغه اوازې رد کړې چې ګواکې دوی دې په بل کوم هدف دغه کسان برمته کړي وي.