سعودي کې د کرونا ویروس له ویرې نندارچیان لوبغالو ته نه ځي

آرشیف

په سعودي عربستان کې کرونا ویروس د خپرېدو له امله ټولې ورزشي لوبې له نندارچیانو پرته ترسره کېږي.

د عربستان د الریاضیه ورځپاڼې د راپور پربننسټ د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف پرېکړه شوې چې لوبې له ننداچیانو پرته ترسره شي.

د راپورونو پر بنسټ د سعودي عربستان ورزش وزارت د فوټبال غوره لیک ته هم خپله پرېکړه اورولې او تمه ده چې د لسو ورځو په اوږدو کې خلکو ته د ټکټ پیسې هم بېرته ورکړل شي.