د قلیون څکلو له امله یو شمېر ځوانان په نشو باندې اخته شوي دي.
له دې معتادینو څخه ځیني يې وايي چې دوی د قلیون په خاطر قلیونخانو ته تلل، خو هلته په نورو نشو باندې اخته شول.
د کابل ښار یو شمېر رستورانتونو لاندنی پوړ یوازې قلیون څکلو ته ځانګړی شوی وي او تر ډېره ځوان هلکان او پېغلې دغه ځایونو ته ورځي.
موسیقي او د قلیون څکوونکو ځوانانو او نجونو خبرې او خنداګانې هغه څه دي چې دا رستورانټونه له نورو څخه بېلوي.
د کابل ښار په یو له دغو رستورانتونو کې یو کس چې خپل مستعار نوم قاسم ښيي، خپلو مشتریانو ته وايي چې دلته ډېر ښه قلیون شته، بېلابېل خوندونه لري.
قاسم په دې اړه زیاتوي: "زموږ د قلیون ځانګړنې په غذايي مینو کې لیکل شوې دي، تاسې د هر ډول قلیون فرمایش ورکولای شئ."
که څه هم د دې قلیونخانو مالکان په دې اړه له خبرو کولو څخه ډډه کوي او يوازې د قلیونخانې پر دروازه ليکل شوي چې دلته الکولي مشروبات او نور نشهيي مواد مهراوړئ!"
اجمل سروري چې قلیونخانو ته تګ راتګ کوي وايي چې په قلیون کې نجونې او هلکان د تنباکو ترڅنګ بېلابېل نشهيي مواد هم څکوي، په دې نشهيي موادو کې نشهيي ګولۍ هم شاملې دي.
سروري وايي: "ّپه قلیونخانه کې محفل و، د قلیونخانې په هره څنډه کې دوه درې نجونې او هلکان سره ناست ول، دوی په قلیون او ټابلټ کا ګولیو باندې معتاد شوي وو، په قلیونخانو کې دوی ته په چایو کې نشهيي ګولۍ وراچوي چي دوی معتاد شي او هره ورځ دلته راشي."
یو شمېر معتادین چې په روغتون کې بستري دي له ډاکترانو سره په خبرو کې وايي چې قلیونخانې د نشهيي موادو د استعمال ځایونه دي.
ذکي چې اوس د کابل ښار په جګدلک روغتون کې بستري دی وايي چې قلیونخانو تهيې تګ راتګ کاوه او هلته چرسي شو.
ذکي وویل: "نومیې هسې قلیونخانه ده، کله چې ورننوځې هلته ډېرې نورې خبرې دي، ما خپله په قلیونخانه کې چرس وڅکول چې له هغې ورځې راهيسې ورباندې معتاد شوم. د قلیونخانو مالکان د چرسو او نورو نشهيي موادو د خرڅولو له لارې ډېرې پیسې ګټي، دوی د قلیون په نوم پر خلکو باندې نور نشهيي مواد خرڅوي. "
قلیون، چلم ته ورته يوه اله ده چې په افغانستان کې له ډېرې پخوا زمانې راهيسې تنباکو، چرس او نور نشهيي مواد پهکې څکول کېږي.
طبي ډاکتران وايي چې په قلیون او چلم کې د تنباکو څکولو زیانونه هغه مهال څو برابره ډېرېږي چې کله چرس او نور نشهيي مواد پهکې وڅکول شي.
د عامې روغتیا وزارت د نشهيي موادو د غوښتنې کمولو ریاست څېړنې ښيي چې د قلیون څکول نورو نشو ته لاره اواروي، ځکه چې په قلیون کې ځوانانو ته چرس او نور نشهیي مواد ورکول کېږي.
د دغه ریاست تخنیکي مسؤل عبدالشکور حیدري د تنباکو استعمال د اعتیاد لومړی ګام بولي.
دی وايي: "د افغانستان د نشې پرېښودلو په مرکزونو کې زموږ ناروغان موږ ته د اعتیاد لړۍ داسې بیانوي چې لومړی یې سګرېټ څکولی، نسوار یې کړی او یا یې هم په قلیونخانو کې چلم څکولی او تر هغه وروسته په نورو نشهيي موادو باندې اخته شوي دي."
د قلیونخانو دروازې شپه او ورځ د مشتریانو پر مخ خلاصې وي، ان تر دې چې د ځینو قلیونخانو مالکان ادعا کوي چې د پولیسو چارواکي هم د دوی په قلیونخانو کې وړیا قلیون څکوي، خو د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز بیا دا خبره ردوي او وايي چې په دې اړهیې مستند شکایت نهدی ترلاسه کړی.
ښاغلي فرامرز زیاته کړه: "د قلیونخانو مالکان که دا ادعا لري، نو د کابل امنیه قوماندانۍ ته دې مراجعه وکړي او هلته دې خپل شکایت ثبت کړي، موږ یې د داخلي امنیت برخې ته سپارښتنه کوو چې دا موضوع په جدي ډول وڅېړي."
تېر کال په کابل ښار کې د پولیسو لهخوا د قلیونخانو تړلو په کمپاین کې د قلیون لسګونه چلمونه راټول کړل شول، خو بیا هم د کابل ښار په رستورانونو کې قلیون ښه ډېر او په ښکاره څکل کېږي.
د دغه راپور د غږیزې بڼې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:
Your browser doesn’t support HTML5
راپور: فرید حلیمي