د پاکستان حکومت د ټولنيزو رسنيو د محتوا د تنظيم تازه مقررات تصويب کړل

د پاکستان حکومت د ټولنيزو شبکو د محتوا د تنظيم لپاره نوي مقررات تصويب کړل.

انتقادکوونکي وايي دا کار به چارواکو ته د مخالفانو او د بيان د ازادۍ د خاموشه کولو لپاره نور صلاحيتونه هم ورکړي.

دغه مقررات له عامې مشورې پرته د مرکزي کابينې له خوا د تېرې مياشتې په وروستيو کې تصويب شوي وو، خو پرون يې په اړه په رسنيو کې راپورونه خپاره شول.

د مقرراتو په متن کې د ټروريزم، افراطيت، کرک پاروونکو ويناوو، افتراء، غلطو خبرونو او د تاوتريخوالي د تحريک په اړه د ژوندۍ يا لايف ويډيو خپرولو مخنيوى د ټولنيزو رسنيو د کمپنيو مسووليت ګڼل شوى دى.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د صدراعظم عمران خان پر حکومت تور لګول شوى، چې هڅه کوي رسنۍ سانسور او خپل سياسي مخالفان د بېرې له لارې خاموش کړي.

د پاکستان پر پوځ هم تور لګول شوى، چې پر رسنيو او د بيان پر ازادۍ يې فشارونه راوستلي دي.

د پاکستان کابينې او پوځ دا تورونه رد کړي دي.