د مونشن امنيتي کنفرانس نن پيلېږي

د شا و خوا ٣٥ دولتونو او حکومتونو امنيتي رهبران او ډيپلوماتان نن د مونشن په امنيتي کنفرانس کې برخه اخلي.

د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون، د کاناډا صدراعظم جسټين ترودو او د ناټو سرمنشي ينس سټولټنبرګ به هم په کنفرانس کې برخه اخلي، چې تر يکشنبې دوام کوي.

په عالي رتبه ډيپلوماتانو کې د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو، د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ي او د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف شامل دي.

دغه کلنى کنفرانس نن په داسې حال کې پيلېږي، چې د امريکا او اروپا ترمنځ اړيکې ترينګلي شوي دي.

دغه اړيکې په ٢٠٠٣م کال کې هم د عراق د جګړې پر سر د بحثونو پر مهال ترينګلي شوې وې.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د مونشن په امنيتي کنفرانس کې د ګډون لپاره جرمني تللى دى.

جمهوري رياست ويلي چې ولسمشر به د کنفراسن په څنډه کې د نورو برخوالو هېوادونو له چارواکو سره د افغانستان پر سوله، امنيت او نورو موضوعاتو خبرې وکړي.