د کندوز ولايت په يوه ديني مدرسه کې د ماين چاودنې ٥ ماشومان وژلي دي.
د والي وياند وايي چاودنه پرون مازيګر د دشت ارچي ولسوالۍ په عبدالواحد قُرچي ديني مدرسه کې شوې ده.
عصمت الله مرادي نن ازادۍ راډيو ته وويل:
”د ماين د چاودنې په نتيجه کې د مدرسې ٥ کسان وژل شوي او ٣ نور ټپيان دي. دا ماين خپله طالب وسلوالو مدرسې ته انتقال کړى و. د مدرسې شاګردانو له يوه ځايه بل ځاى ته انتقالاوه، چې چاودلى دى.“
د والي وياند وايي وژل شوي قربانيان له ١٢ تر ١٣ کلونو پورې عمرونه لري.
په دې اړه چې وسلوالو طالبانو دغه ماين څنګه مدرسې ته وړى و، چارواکو نور جزئيات نه دي ورکړي.
د دې پېښې په اړه وسلوالو طالبانو څه نه دي ويلي.