د سالنګ لويه لار د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شوه

د سالنګ لويه لار چې د درنو واورو او شديدو بادونو له کبله تړل شوې وه، تېره شپه بېرته د ټرافيکو پرمخ پرانيستل شوه.

دغه لار ٢٤ ساعته تړل شوې وه، چې له کبله يې خلکو پر دې لار تګ راتګ نه شواى کولاى.

د سالنګونو د ساتنې او څارنې اجرائيه مدير سميع اله وليزاده ازادۍ راډيو ته وويل، دوى دغه لار د واورې تر پاکولو وروسته پرانيستله.

چارواکو ويلي چې د واورې ښويېدنې له کبله چا ته ځاني زيان نه دى اوښتى.