سرپل: شپږ کسان په يوه وسلواله حمله کې وژل شوي دي

په سرپل ولايت کې په يوه وسلواله حمله کې شپږ کسان وژل شوي دي.

د سرپل د امنيې قوماندانۍ وياند نور اغا فيضي نن جمعه ازادۍ راډيو ته وويل، په وژل شويو کې درې تنه هغه پخواني طالبان هم شامل دي، چې په وروستيو کې ملي امنيت ته تسليم شوي وو.

ښاغلي فيضي وويل، پېښه تېره شپه د مرکز په مربوطاتو کې شوې ده:

”درې دغه تسليم شوي کسان دي. دوه کسان هم ځايي اوسېدونکي دي، چې له دوى سره په مېلمستون کې وو. دشپې طالبانو په بُغاوي هزارګي کلي کې ورباندې حمله کړې او دوى يې هم شهيدان کړي دي. د نجيب اله په نوم يو طالب هم ورسره وژل شوى دى.“

وسلوالو طالبانو د دې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.