مقصودي: جنوري میاشت د افغانستان د سینما لپاره توره میاشت وه

د افغان سیمنا لوبغاړی ممنون مقصودي

څلور جنازې په یوه میاشت د افغانستان د هنر له کوره.

د ۲۰۲۰ زېږدیز کال لومړی میاشت د افغانستان د سینما، تیاتر او د تمثیل لپاره ښه میاشت نه وه.

په دغه میاشت کې د هنر له دې لوی کوره څلور جنازې ووتې او یوه هم په ژوندوني ور ورپورې کړ.

د افغانستان د سینما او تیاتر مشهور لوبغاړی او د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي استاد ممنون مقصودي وايي، جنوري میاشت د افغانستان د سینما د صنف لپاره یوه توره میاشت وه.

هغه زیاتوي: "دغه یوه تېره میاشت زمونږ د سینما د صنف لپاره واقعاً یوه لویه غمیزه وه، په دې کې استاد اسد تاج زی زمونږ نه ولاړ، زمونږ د کامیډي د ژانر یو اتل چې اصف جلالي و او زما د هیواد د هنر لپاره یو دېر لوی ارزښت و، استاد فرخ چې زمونږ د هیواد دېر نومیالی لوبغاړی و او په دې ورستیو کې د سینماګرانو د ټولنې مشر چې جوانشیر حیدري نومیده، زه واقعا دغه یوه تېره میاشت ډېره توره میاشت بولم د هنرمندانو په نسبت."

اصف جلالي او اسد الله تاج زی چې د ۲۰۲۰ میلادي کال په لومړي ورځ له خاموشانو سره یو ځای شول.

جلالي چې د ممثل او د ټلویزیوني تفریحي خپونو چلوونکی و د زړه د حملې او استاد تاج زی چې د خانه نو زده ګی په ډرامه کې یې د رحیم داد رول درلود هم د ورپښې ناروغۍ له امله ومړ.

افغان ممثل اصف جلالي

اسدالله تاج زي د تمثیل په برخه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا د استادۍ رسمي لقب درلود او ۵۲ کلن اصف جلالي بیا خپل لومړني کارونه له ملي تلویزیون څخه پیل کړي وه، مشهوره ټلویزوني خپرونه یې شبخند نومېده او د کاکا اصف په نوم هم مشهور وه.

د جنوري د میاشتې په شپږمه نېټه بیا د افغانستان د سینما یو بل پېژندل شوي ستوري قادر فرخ هم د ورپېښې ناروغۍ له امله د ترکیې په یو روغتون کې ساه ورکړه.

د افغانستان د سینما پېژندل شوی ستوری قادر فرخ

قادر فرخ هم د تمثیل په ډګر کې د استادۍ رسمي لقب درلود او په ګڼو سینمايي فلمونو، تیاترونو او تمثیلي ټوټو کې یې رول لوبولی دی.

د جنوري ۲۱ مه بیا فلم جوړونکي او د سینماګرانو د ټولنې مشر جواشنیر حیدري هم له ژوند سره مخه وکړه.

جوانشیر ۶۸ کلن و او خپل هنري فعالیتونه یې په ۱۳۵۰ لمریز کال کې له راډیو افغانستان څخه پیل کړي وه.

د افغانستان د سینماګرانو د ټولنې مشر جوانشېر حیدري

که دغه څلور افغان سینماګران او فلم لوبغاړي په مرګ د افغانستان د سینما له کوره ووتل نو د افغاني فلمونو ځوان لوبغاړي رسول ایمان بیا په ژوندوني د افغانستان د سینما د لور کور ور ورپورې کړ.

رسول ایمان ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي چې د (حسن) په نوم خپل ورستي فلم کې له بهرنیو بانکونو پوروړی شوی چې اوس یې د خلاصون لپاره د کاناډا په یو رستورانت کې میلمه پال دی.

افغان سینماګر او فلم لوبغاړي رسول ایمان

خو په همدغه میاشت کې بیا په بنګلدیش کې په جوړ شوي فلمي فیستیوال کې د یو افغاني فلم درې ښځینه لوبغاړو د ښې کارکرده ګۍ جایزې واخیستې.

د جنوبي اسیا د فلمونو دا نهه ورځنی فیستیوال چې د بنګلدیش په ډاکې ښار کې جوړ شوی و د افغان فلم د ریسې صحرا کریمي په ډایرکشن د جوړ شوي فلم (حوا، مریم، عایشه (فلم درې ښځینه لوبغاړو د فیستیوال د غوره لوبغاړو جایزې خپلې کړې.

د افغان فلم رییسه صحرا کریمي وویل: "زمونږ فلم د اسیايي فلمونو په دغه سیالۍ کې د غوره لوغاړو جایزه خپله کړه، ارزو اریاپور د حوا، فرشته افشار د مریم او حسیبا ابراهیمي د عایشې په رول کې، دوی درې واړو د غوره لوبغاړو جایزې وګټلې."

د افغان فلم مشره صحرا کریمي

اغلې کریمي د هغو سینما ګرانو او فلم لوبغاړو په اړه چې اوس مړه شوي او د مزار چم یې لا شین دی وايي، له کمیت پلوه به د دوی ځای ډک شي خو د کیفیت له پلوه به یې ځای څوک ډک نه کړي او دا تشه به تر ډېره د افغانستان د فلم، سیمنا او تمثیل په برخه کې محسوسه وي.