'په افغانستان کې د نشه‌یي موادو او پان ۲۱۶ کاروونکي سرطان شوي'

آرشیف، شماری از معتادان مواد مخدر در شهر کابل.

په روان لمریز کال کې د نشه‌يي موادو او پان د استعمال له امله په افغانستان کې تر ۲۰۰ ډېر کسان د سرطان په ناروغۍ اخته شوي دي.

له سرطان سره د مبارزې ادارې چارواکي ازادي راډیو ته وايي، د دوی څېړنې ښيي چې د خولې په سرطان د اخته کسانو شمېر تر پخوا ډېر شوی دی.

احمد شاه د کابل ښار په شهرنو سیمه کې د سګرېټو او نسوارو خرڅولو غرفه لري، دی وايي چې په دې ورځو کې د پان استعمال ډېر شوی او ډېری اخیستونکي یې ځوانان دي.

احمد شاه که له یوې خوا د پان خرڅولو په پیسو خپله کورنۍ ساتي، له بلې خوا اووه کاله کېږي چې خپله هم پان کاروي او د ده بدن ته‌یې ډېر زیانونه رسولي دي.

احمد شاه زیاتوي: "کله چې د شپې پان په خوله کې کېږدې، ۱۰ دقیقې وروسته به دې خوله او ستونی وچ کلک وي، خوله به دې بد بوی کوي او اشتها دې بېخي له‌منځه وړي. اووه کاله کېږي چې زه پان کاروم، اوس مې خوله او ستونی وچېږي، ساه مې لنډه لنډه کېږي، زما پر بدن‌یې ډېرې ناوړې اغېزې کړې دي."

د سلواغې/ دلوې میاشتې ۱۴مه نېټه د سرطان له ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده او هر کال دا ورځ په نړۍ کې لمانځل کېږي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر اساس هر کال په افغانستان کې له ۳۰ زرو څخه نیولې بیا تر ۴۰ زرو پورې کسان د سرطان په ناروغۍ باندې اخته کېږي چې په ښځو کې د سینې له سرطان څخه وروسته، په نارینه‌وو کې د معدې او خولې سرطانونه هم ډېر شوي چې ستر لامل‌یې د نشه‌يي موادو او دخانیاتو استعمال دی.

د سرطان له ناروغۍ سره د مبارزې ادارې اجرائیه رئیس ډاکتر احمد جاوېد ساپي ازادي راډیو ته وویل، د سږنۍ سروې له مخې د هغو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي چې د پان او نورو نشه‌يي موادو له امله په سرطان باندې اخته شوي دي.

ښاغلی ساپی وايي: "په دې سروې کې موږ ته معلومه شوه چې ۲۱۶ کسان د سرطان په ناروغۍ اخته دي چې له دې جملې څخه ۱۲۷ یې نارینه او پاتې ۸۹ یې ښځې دي. دوه میاشتې مخکې مې په نیپال کې د سارک په غونډه کې ګډون وکړ، هلته د سارک د غړو هېوادونو کارپوهانو د خولې سرطان له ډېروالي څخه شکایت وکړ. دوی وویل چې د دې سازمان په غړو هېوادونو کې د خولې په سرطان د اخته کسانو شمېر ډېر شوی دی."

د نړیوال روغتیايي سازمان یا (WHO) څېړنې ښيي چې تر دې مهاله څه د پاسه ۸۰۰ ډوله سرطانونه کشف شوي چې د نشه‌يي موادو او دخانیاتو ونډه ورکې ډېره ده.

ډاکتر مطیع‌الله وزیري وايي، د پان کارول په نارینه‌وو کې د سرطان ناروغي د پیدا کولو ترڅنګ ښځو ته هم جدي ګواښ دی.

ډاکتر وزیري زیاته کړه: "پان غاښونه خراب او بدرنګ کوي، د خولې شاوخوا هډوکي ورستوي او له‌منځه یې وړي. دغه ډول پان د تالو، وریو، کولمو او پښتورګو د سرطانونو لامل هم ګرځي او د وینې فشار ګډوډوي. د پان استعمال په ښځو کې د جنین ستونزې راپیدا کوي او د خولې او ستوني د سرطان لامل ګرځي."

د افغانستانستان په پنځو زونونو کې د طبي شورا سروې ښیي چې په دې هېواد کې هر کال د سرطان ناروغۍ له امله څه د پاسه ۱۳ زره کسان مري.

Your browser doesn’t support HTML5

د نشه يي موادو او پان کاروونکو راپور