د اسرائیل صدراعظم، بنیامین نتانیاهو د روسیې له جمهور رئیس ولادیمیر پوتین سره په مسکو کې ګوري او د منځني ختیځ د سولې د پلان په اړه چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس د سې شنبې په ورځ اعلان کړ، خبرې کوي.
نتانیاهو نن د جنورۍ په ۳۰مه له واشنګټنه مسکو ته ورسېد.
د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ د منځني ختيځ د سولې پلان د اسرائيلو صدراعظم، بنیامین نتانیاهو ستایلی او هرکلی یې کړی دی، خو ملګرو ملتونو، اروپايي اتحادیې او یو شمېر نورو اړخونو یې په اړه سوړ غبرګون څرګند کړی دی، خو فلسطینیانو د دې پلان په اړه سخته غُصه څرګنده کړې ده.
نتانیاهو په کرملېن کې له پوتین سره په کتنه کې وویل چې دا سفر یې د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې د لا پياوړتیا نښه ده.