'روان کال له ۱۳۶ زره زیاتو متقاعدینو ته حقوق ورکول شوي'

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د افغانستان د مالیې وزارت د تقاعد د خزینې ریاست وایي، په روان کال کې یې له ۱۳۶ زره زیاتو متقاعدینو ته حقوق ورکړي.

د دغه ریاست مشر عمر دراني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۱۰» یوه خبري ناسته کې وویل چې د دې پروسې د شفافیت لپاره د بایومټریک بهیر هم پیل شوی چې له دې لارې به شفافیت رامنځته او د فساد مخه ډب کړای شي.

د ښاغلي دراني په خبره، دا مهال د ټول هېواد په کچه ۱۵۴ کسان دولتي متقاعدین دي چې دوی ته به د روان کال تر پایه حقوق‌یې ورکړل شي.

له دې سره یو شمېر متقاعدین شکایت لري چې په میاشتو میاشتو نه‌شي کولای خپل حقوق ترلاسه کړي او د تقاعد د اخیستو پروسه پېچلې ده.