په کابل کې د امریکا سفارت غوښتنه کړې چې د ټاکنو خپلواک کمېسون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسون په خپل کار کې شفافیت ته پام وکړي او کارونه هماهنګ کړي.
د امریکا سفیر، راس وېلسن نن د جنورۍ په ۳۰مه پر ټویټر لیکلي چې دوی هیله لري چې په دې ډول به هغه افغانان چې رایې یې ورکړې، د ټاکنو د پایلو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
راس وېلسن لیکلي چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسون چې هڅه کوي په شفاف او عادلانه ډول خپل کار سره ته ورسوي، ملاتړ کوي.