ولادیمیر پوتین نعمه یساکر وبخښله

په روسیه کې بندي د اسرائیل او امریکا تابعیت لرونکې نعمه یساکر.

د روسیې ولسمشر ۲۷ کلنه نعمه یساکر چې هم د اسرائیل او هم د امریکا تابعیت لري، وبخښله او له زندانه‎یې خوشې کړه.

دا نجلۍ د مخدره موادو د قاچاق په تور په اووه نیم کاله بند محکومه وه.

په هغه بیان کې چې پرون خپور شو او ولسمشر ولادیمیر پوتین لاسلیک کړ، په‎کې راغلي دي چې د بشري خواخوږۍ له مخې یې دا نجلۍ بخښلې ده.

ایساکر د اپرېل په میاشت کې له هنده اسرائیل ته روانه وه چې په مسکو کې ونیول شوه. پولیسو له دې سره نهه ګرامه مروانا موندلي وو.

ولسمشر پوتین تېره اوونۍ، پنجشبه د اسرائیل د رسمي سفر پر مهال د دې نجلۍ له مور سره لیدلي و او له هغې سره‎یې ژمنه کړې وه چې دا نجلۍ به له زندانه خوشې کړي.