۱۰میلیونه افغان ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین تطبیقېږي

ارشیف

نن ( دوشنبه) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړ.

د عامې روغتیا وزارت د پولیو ضد کمپاین د پروګرام مسول هدایت الله ستانکزي ازادي راډيو ته وویل، چې د دغه کمپاین په ترڅ کې به نږدې لس میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړل شي.

هغه زیاته کړه: "د دې کمپاین په ترڅ کې به نږدې لس میلیونو ماشومانو ته واکسین وشي خو له بده مرغه د دولت ضد وسله والو له لوري د هغو بندیزونو له امله چې د پولیو ضد کمپاین باندې لګول شوي او امنیتي ستونزو له کبله به یو شمېر ماشومان له دغه واکسین څخه بې برخې پاتې شي."

خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډيو ته په یو استول شوي غږیز پیغام کې ویلي، چې دوی د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین او کمپاین پر وړاندې ستونزې نه لري او د روغتیا نړیوال سازمان سره د خبرو او هوکړو له مخې په دې برخه کې همکار دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ په څلور ولایتونو کې غور، بامیان، دایکندي او غزني کې د ورښتونو او لارو د بندښت له امله دا واکسین اوس نه بلکې د روان میلادي کال په مارچ میاشت کې طبیقېږي.

د هدایت الله ستانکزي په خبره، په ۲۰۱۹ میلادي کال کې د ټول افغانستان په کچه د پولیو ۲۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې ډېری دغې پېښې د هېواد په جنوبي ولایتونو کې دي خو په ۲۰۱۸ کال کې بیا ۲۱ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول هېواد کې ۳۶۰۰ روغتیایي مرکزونه او ۷۰ زره رضا کاره واکسیناتوران روزل شوي، چې هم په په روغتیایي مرکزونه او هم کور په کور دغه واکسین افغان ماشومانو ته ورسول شي.