د کابل سوړ ژمی او پر سړکونو کارګران

یو کارګر خپلو مشتریانو ته بولاني(پیرکي) برابروي.

په کابل ښار کې یو ماشوم د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې لاسته راوړلو لپاره کار کوي.
ناامني، ماینونه، د جګړې په لیکو کې له ماشومانو ګټنه، فقر، خوارځواکي، له ښوونې او روزنې محرومیت، بې سرپرستي، جنسي ځورونې او سخت کارونه له هغو ستونزو دي چې د میلیونونو افغان ماشومانو ژوند یې له ګواښ سره مخ کړی دی.