هغسې چې تمه کېده د امريکا د متحدو ايالتونو د استازو جرګې پرون يو غيرلازم الاجرا پرېکړه ليک تصويب کړ.
د دغه پرېکړه ليک له مخې د ايران په وړاندې د پوځي اقدام لپاره د ولسمشر صلاحيتونه محدودېږي.
دغه پرېکړه ليک په استازو جرګه کې چې ډيموکراتان په کې اکثريت دي په ٢٢٤ موافقو او ١٩٤ مخالفو رايو تصويب شو.
د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د پرېکړه ليک تر تصويب وروسته وويل:
”کانګرس يو وار بيا زموږ د څارنې د اوږدمهالو مسووليتو ډاډ ورکوي، هغسې چې مو دنده ده، تر هغو چې د کانګرس له خوا کوم اضافي اقدام نه وي شوى، د ايران په تړاو د جمهوري رياست پوځي خصومت بايد پاى ته ورسېږي.“
د جرګې استازي د ايران د وتلي پوځي قوماندان قاسم سليماني د هدفي وژنې په تړاو د سپينې ماڼۍ پر توجېه قانع نه وو.
پرېکړه ليک له ولسمشر څخه غواړي چې د کوم ممکنه اقدام لپاره د پوځ تر ګمارنې مخکې له کانګرس سره مشوره وکړي.
د ايران پرضد پوځ په هغه صورت کې ګمارل کېداى شي، که کانګرس جګړه اعلان کړي.