ايران اوکراييني تحقيق کوونکو ته د نسکورې شوې الوتکې د ټوټو د کتلو اجازه ورکړه

تهران ته نږدې نسکوره شوې الوتکه

ايران اوکراييني تحقيق کوونکو ته اجازه ورکړه، چې د اوکراين د هوايي شرکت د نسکورې شوې الوتکې ټوټې وګوري.

دغه الوتکه تېره چهارشنبه تهران ته نږدې تر الوتنې وروسته نسکوره شوه، چې په نتيجه کې يې د لسو افغانانو په شمول يوسل او شپږ اويا کسان مړه شول.

ايران دغه راز بوينګ شرکت او د امريکا د حوادثو د څېړلو ادارې ته بلنه ورکړه، چې د دې الوتکې د نسکورېدو د قضيې په څېړنه کې همکاري وکړي.

ایراني چارواکو، دا خبره په شدت رد کړې، چې ګوندې د دوی ځواکونو دې دا بوینګ 737 ډوله الوتکه نسکوره کړې وي.

دوى له غربي هیوادونو غوښتنه کړې، چې په دې اړه دې ورسره ټول معلومات شریک کړي.

بلخوا د ایران د هوايي چلن د ادارې مشر علي عابدزاده ویلي، دوی به د امریکا د ترانسپورټي خونديتوب د ملي بورډ او د بوینګ شرکت په ګډون د اوکراین، فرانسې او کاناډا متخصصانو ته اجازه ورکړې، چې د دې الوتکې د نسکورېد په اړه څېړنو کې برخه واخلي.

تر دې مخکې پرون د کاناډا صدراعظم جستن ترودو ويلي وو، داسې شواهد شته چې ښيي په ایران کې نسکوره شوې اوکراینۍ الوتکه د ایران په توغندي لګېدلې ده.