د افغانستان د ملي امنیت ریاست یوې سرچینې ازادي راډیو ته وویل، د جمعیت اسلامي د یوه پخواني قومندان عبدالستار غوربندي د وژلو عملیات د ملي امنیت ۹۹۹ ضربتي قطعې ترسره کړي دي.
ددغې سرچینې په خبره، د عملیاتو هدف هم پخپله آمر ستار غوربندي وو. امنیتي ځواکونو د تېرې دوشبنې په شپه د کابل ښار په ۱۱ ناحیه خیرخانه پر یوه کور چاپه ووهله.
د امنیتي ځواکونو په ډزو کې آمر ستار، د هغه زوی عبدالاحد او د هغه د خوریی وحیدالله په ګډون پنځه کسان ووژل شول.
ښاغلی غوربندي د خپل ترور زوی حاجي عبدالحفیظ غوربندي مېلمه و او په عملیاتو کې کوربه هم له خپل زوی عظیم الله غوربندي سره ووژل شول.
لس کلن عبدالله چې د حاجي حفیظ غوربندي لمسی او د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو شاهد دی، ازادي راډیو ته وویل، دی د همغې کوټې په تشناب کې پټ شوی و چې نیکه یې په کې له څلورو نورو کسانو سره ووژل شو.
"ما دلته خپل لاسونه ومینځل او بهر راوتم چې ناڅاپي يې برید وکړ، چېغه یې کړه چې پروت، زما تره او بابا یې ووژل، زه پټ شوم، خو دروازه یې را ماته کړه او په څپېړه او لغته یې ووهلم."
د حاجي حفیظ غوربندي وراره او زوم حمید الله چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د عملیاتو پر مهال ونیوه او په سبا یې بېرته خوشي کړ وايي، ملي امنیت هیڅ داسې سند نه لري چې وښيي دوی کومه ګناه کړې.
"له ما یې پوښتنه وکړه چې امر ستار اختطاف کوونکی دی، ما ورته وویل، که هغه اختطاف کوونکی وي، ولې ښار کې ګرځي، ولسمشر اشرف غني یې ارګ ته غواړي، امر الله صالح ورسره هره ورځ ګوري. که داسې څه وي، تاسې د ملي امنیت کارکوونکي یاست، ثبوت یې کړئ. "
خو یوه اساسي پوښتنه چې د دې عملیاتو او همدا ډول د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لهخوا په ورته نورو عملیاتو کې مطرحه ده، د عملیاتو څرنګوالی او قانوني اړخ دی.
نظامي شنونکي وايي، د ملي امنیت ریاست باید روښانه کړي چې د کومو دلایلو پر بنسټ ورته عملیات کوي.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی امنیتي معین میرزامحمد یارمند وویل: "کله چې یو تور وارد شي، له هغې وروسته مستند سازي کېږي، له هغې وروسته پلټنه یا تعقیب پیلېږي، پسې عملیاتي پلان جوړېږي او له ټولو لوریو سره شرېکېږي او بالاخره اقدام کېږي."
خو د ملي امنیت عمومي ریاست تر اوسه دې یوې پوښتنې ته هم ځواب نه دی ویلی، مګر ولسمشر محمد اشرف غني اوس د دې پېښې د څرنګوالي او څېړنې لپاره یو پلاوی ګمارلی دی.
آمر ستار د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د دولت جوړوونکي ټاکنیز ټیم ملاتړی و. ددغه ټیم لومړي مرستیال امرالله صالح پرون پر خپلې فیسبوک پاڼې ولیکل چې ښاغلی غوربندي د 'پېچلې دسیسې' له امله د ملي امنیت ځواکونو له خوا وژل شوی.
د ملي امنیت ریاست ځانګړو ځواکونو له دې وړاندې هم ورته عملیات کړي چې موده وړاندې یې په ننګرهار کې د یوې کورنۍ څلور وروڼه ووژل. د ننګرهار د پېښې د پلټنې لپاره هم یو پلاوی ګمارل شوی و، خو تر اوسه یې پایله روښانه شوې نه ده.