د شمالي مقدونيا صدراعظم استعفى وکړه

زوران زايف

هغسې چې اټکل شوى و، د شمالي مقدونيا صدراعظم زوران زايف استعفى وکړه.

له دې سره د تيکنوکراتانو له خوا د حکومت تشکيل ته زمينه برابره شوه، چې د بالکان حوزې په دغه هېواد کې تازه انتخابات تنظيم کړي.

دغه استعفى نن سم د لاسه د پارلمان د وکيلانو له خوا تصويب شوه.

زايف له پارلمان څخه په اکتوبر مياشت کې په دې اړه تر وخت مخکې د رايې ورکولو غوښتنه کړې وه.

زوران زايف تېر کال په اروپايي ټولنه کې د شمالي مقدونيا او البانيا پر غړيتوب د خبرو پر ځنډ انتقاد کړى و او د اروپايي ټولنې دا پرېکړه يې مايوسوونکې بللې وه.

اوس به اوليفر سپاسوفسکي چې د زايف په حکومت کې د کورنيو چارو وزير و، تر هغو چې وکيلان د قدرت په اړه رايه ورکوي، د صدراعظم په توګه دنده پرمخ بيايي.