روسيې بېلروس ته د تېلو انتقال درولى دى

روسيې د تعرفې پر سر د اختلافاتو له کبله بېلروس ته د تېلو انتقال بند کړى دى.

دا خبره د بېلروس په شمالي ښار ناوا پولاڅاک ښار کې د تېلو د تصفيې چارواکو کړې ده.

دغو چارواکو ازادۍ راډيو ته وويل، د تېلو دغه انتقال له تېرې چهارشنبې درول شوى او د تېلو په دغه تصفيه ځاى کې اوس هغه تېل تصفيه کېږي چې مخکې له روسيې وررسېدلي دي.

که څه هم مسکو د بېلروس پر ولسمشر الکساندر لوکاشينکا فشار زيات کړى، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ادغام زيات کړى، خو بېلروس له روسيې سره د تېلو د ترانزيت پر بيه اختلاف لري.

بېلروس د تېلو او مالي مرستې له درکه پر روسيه متکي دى او اروپا ته د روسيې د انرژۍ د انتقال لپاره کليدي لار ګڼل کېږي.